IQNA

 د حسینی  آستان پلاوي د بریتانیا د میوزیم د اسلامي څانګې کتنه وکړه

9:06 - July 19, 2025
د خبر لمبر: 3491419
ایکنا- د امام حسین (ع) د سپېڅلي آستان یوه پلاوي چې مشري ئې د حسيني آستان د میوزيم عمومی څارونکي علاء ضیاءالدین کوله، په لندن کې ئې د بریتانیا د میوزيم اسلامي څانګه وکتله. ا

ایکنانیوز د آستان حسيني ویبپاڼې  له قوله راپور خپور کړی، دا سفر د یوه کلتوري  سفر په چوکاټ کې ترسره شوی چې موخه ئې د علمي ملګرتیاؤ پياوړې کول او د نړۍ په سترو میوزيمونو کې  نندارې ته د کیښودل شويو اسلامي نسخو او تاریخي خزانو سره نږدې بلدتیا وه.

د دې سفر پروګرام کې د برتانیا د میوزيم د اسلامي څانګې پراخه لیدنه شامله وه. په دې څانګه کې د اسلامي تمدن نادره خزاني، خطي نسخې او تاریخي آثار موجود دي چې د اسلامي تاریخ د بیلابیلو پړاؤنو مستند بصري او تمدني انځور وړاندې کوي.

علاء ضیاءالدین وویل: مونږ  اوس د نړۍ په یوه تر ټولو مهم میوزيم یعنې د بریتانیا په موزيم کې یو چې د فرهنګي میراث او ډولولي له پلوه بې ساری دی. مونږ د اسلامي څانګې لیدنه وکړه چیرې چې خورا ښکلي او په زړه پورې اثار موجود دي او د اهل بیت علیهم السلام مبارک نومونه پکې ثبت شوي، په ځانګړي ډول د امام علي، امام حسین او نورو معصومو امامانوعلیهم السلام نومونه. دا نومونه په دې نړیوالې علمي فضا کې په درنښت سره خوندي دي.»

هغه زیاته کړه: مونږ په دغو تالارونو کې د بهرنیو لیدونکو پراخ هرکلی ولید چې دا د دوي د فرهنګي تندې او د اسلامي تمدن د پېژندنې د حقیقي لیوالتیا نښه ده. همدارنګه مو د بین النهرین (میسوپوتامیا) تمدن د آثارو په تالار کې د خلکو پراخ شتون ولید.

علاء ضیاءالدین وویل: دا سفر د  حسيني آستان د هڅو یوه برخه ده چې له نړیوالو فرهنګي ادارو او موزيمونو سره علمي پلونه جوړ کړي څو د حسيني او اسلامي تمدن شتون د بشریت په حافظې کې پیاوړی کړي او د  اوسمهاله میوزيم د مستندسازۍ او نندارې له معیارونو سره سمون ولري.»

هغه وویل: که څه هم د کربلا او لندن ترمینځ ډېر واټن دی، خو (لبیک یا حسین) غږ زمونږ په زړونو او د میوزيم په دې تالارونو کې انګازې کولې، چیرې چې علم او وفاداري او تمدن او رسالت سره یوځاي کوي.

په پاي کې ئې وویل چې دا سفر یوازې یو فرهنګي ټور نه دی، بلکې یو ژور تمدني پیغام دی چې ښئي د اسلامي میراث، د عراق تمدن او د کربلا غږ کولای شي د نړۍ د میوزيمونو په دهلیزونو کې هم په ځواکمن شتون ولري او د امام حسین (ع) پیغام د بشریت په ګډې حافظې کې ځای نیولی شي.

https://iqna.ir/fa/news/4294874

captcha